سیاست

جمهور ريیس غني: افغانستان به د لومړنیو توکو له هېڅ راز کمبود سره مخ نه شي

کابل/ د کب ٢٨ مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور ريیس محمداشرف غني په مشرۍ پرون له غرمې مخکې د کرونا ویروس خپرېدو له امله د اقتصادي منفي پایلو مخنیوي د تدابیرو په اړه، غونډه په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې وشوه، د جمهور ريیس لومړي مرستیال امرالله صالح، د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهور ريیس فوق العاده استازي محمد یوسف غضنفر، د مالیې وزارت سرپرست، د سیمه یېزو ارګانونو خپلواکې ادارې ريیس، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین او سرپرست، د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي معین، د جمهوري ریاست د چارو ادارې سرپرست او د مرکزې احصائیې ادارې رييس هم حضور درلود چې د کرونا ویروس خپرېدو له امله د اقتصادي منفي پایلو مخنیوي د تدابیرو په اړه، د حکومت پر چمتووالي بحث او خبرې پکې وشوې.
په پیل کې د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهور ريیس فوق العاده استازي محمد یوسف غضنفر د خوراکي موادو د زېرمو په برخه کې د سوداګرو او خصوصي سکتور سره د ترسره شوې غونډې په اړه معلومات ورکړل.
محمد یوسف غضنفر وویل: خصوصي سکتور د خوراکي موادو د عرضې په برخه کې لازمه امادګي لري او افغان ولس به د لومړنیو توکو د کمبود له ستونزې سره مخ نه شي، همدا راز له تېرې ورځې راهیسې د لومړنیو توکو بیې راټیټې شوې دي.
وروسته د جمهور ريیس لومړي مرستیال امرالله صالح وویل: د هېواد بېلابېلو سیمو ته د لومړیو توکو رسول د حکومت او خصوصي سکتور لومړیتوب دی او هغه خبرې چې له خصوصي سکتور سره شوې، دوی په دې برخه کې خپل چمتووالی ښودلی دی.
هغه زیاته کړه، په مرکز او ولایتونو کې د خلکو یوه اندېښنه د لومړیو توکو د احتکار موضوع ده او د مخنیوي لپاره یې مهمه ده چې ملي سوداګر له دولت سره همکاري وکړي.
وروسته د مالیې وزارت سرپرست وویل: خصوصي سکتور او سوداګرۍ خونې سره مو خبرې کړې دي او ژر به سوداګر لومړني توکي د هېواد د ښارونو په څو نقطو کې په عمده او پرچون ډول وپلوري.
په همدې ترتیب د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین او سرپرست عبدالکریم ملکیار وویل: دغه وزارت د امنیتي ارګانونو په همکارۍ احتکار سره د مبارزې په خاطر د څارنې یوه کمېټه ایجاد کړې ده.
همدا راز د جمهوري ریاست د چارو ادارې سرپرست الهام عمر هوتکي په دې اړه وویل: له هند څخه د ۷۵ زره ټنه غنمو بارول پیل شوي او په دوه اوونیو کې به افغانستان ته راورسېږي، دغه راز د هند له خصوصي سکتور سره د قرارداد په لاسلیکولو سره به ۵۰ زره ټنه نور غنم هم هېواد ته راوارد شي.
جمهور ريیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل: موږ د لومړنیو توکو د کمبود سره مخ نه یوو، ځکه د هېواد په زېرمو کې پر موجوده غنمو سربېره ټاکل شوې ده له هند او ترکمنستان څخه هم غنم وارد کړو.
هغه زیاته کړه، په مارکیټ کې مو د ثبات د ایجاد په خاطر، زیانمنېدونکي قشر ته له ستراتېژیکو زېرمو څخه د ۲۴ زره ټنو غنمو د وېش امر صادر کړی دی، همدا راز د غوړیو ۱۰۰۰ واګون به د پړاونو له بشپړلو پرته مارکیټ ته وارد شي.
جمهور ريیس غني وویل: له تاجکستان او ترکمنستان څخه افغانستان ته په عادي ډول واردات جریان لري. د جمهوري ریاست لومړي مرستیال او د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهور ريیس فوق العاده استازي ته یې لارښوونه وکړه چې د هند او قزاقستان هېوادونو څخه افغانستان ته د غنمو د لېږد بهیر وڅاري.
جمهور ريیس څرګنده کړه، ټولې اړوند حکومتي ادارې باید د کرونا ویروس د اقتصادي منفي پایلو د مخینوي په خاطر عاجل تدابیر ونیسي او په همغږي ډول عمل وکړي.
پاىذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته