سیاست

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو د کمیسیون اوونیزه غونډه جوړه شوه

کابل باختر د ثور  اووه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو د کمیسیون اوونیزه غونډه تېره شپه په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د هوایي چلند د خپلواکې ادارې، د کورنیو چارو، ملي دفاع، د کانونو او پطرولیم، پوهنې، فواید عامې، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او د عامې روغتیا د وزارتونو قراردادونه په هر اړخیز ډول وڅېړل شول.
د دغو وزارتونو استازو د ملي تدارکاتو د کمیسیون د غړو د اعتراضونو پر وړاندې د خپلو اړوندو وزارتونو له خوا د شویو قراردادونو سپیناوی وکړ.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان د ټولو ادارو په قراردادونو کې پر شفافیت باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل، په قراردادونو کې دې اصول او قوانین په جدي ډول مراعات او د ادارو قراردادونه چې د محرمیت په پلمه له یوې ځانګړې سرچینې سره شوي وو، عمومي داوطلبۍ ته دې وړاندې شي.
همدا راز جمهور رئیس غني لارښوونه وکړه چې د قراردادونو د نتیجو په څيړنه کې دې عمومي رضایت په پام کې ونیول شي، له کانونو څخه د زورواکو د ناوړې استفادې اوپه غیر فني ډول د کانونود استخراج مخه دې ونیول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته