سیاست

دافغانستان دخلکو خدمتګار ګوند د شتون اعلام وکړ .

کابل باختر دمرغومي يو ويشتمه :
دافغانستان دخلکو خدمتګار ګوند نن په کابل کې په يوه غونډه کې دشتون اعلام وکړ .
دباختراژانس دخبريالدخبرله مخې ، په دې غونډه کې دافغانستان دخلکو دخدمتګار ګوند مشر او موسس ډاکتر سيد مخدوم رهين  ددغه ګوند  دجوړيدو داړتيا اوهدفونو په اړوند معلومات ورکړل .  او ويې ويل  دافغانستان دخلکو خدمتګار ګوند په الهي توفيق او دښځو او نارينه و په ګډون دهېواد  دبيلابېلو پوهنتونونو  دګڼ شمېر استادانو ،  دافغانستان دعلومو اکاډمۍ د پوهانو ، محصلانو او دنورو  پوهو او رسالتمندو ځوانانو ، ديني عالمانو ،  د قلم دخاوندانو ،  هنرمندانو او زموږ د ټولنې دنورو پوهو او ويښو قشرونو  په همت جوړ شوى دى .
ده زياته کړه هيله ده چې دغه ګوند داسلامي تعليمونو ترسپوري لاندې  او د ملي مسووليت په احساس اوپه ژوره توګه دخلکو ددردونوکړاونو  په درک سره  دسرلوړى  ، خلاصون  او برياليتوب په لور زموږ  د ملت دلارې  پرانستونکي  وي
دغه راز په دې غونډه کې دافغانستان دخلکو دخدمتګار ګوند اجراييه رييس او دمشرتابه  هئيت يوشمير  غړو هم په وار سره په بيلابېلو برخو کې ددغه ګوند دفعاليت دخرنګوالي  په اړوند معلومات ورکړل .      

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته