خبرونهورزش

په کندهار کې د فوټبال ژمنۍ سیالۍ پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۱۵ مه، باختر

د کندهار د فوټبال فدراسیون مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د ۱۸ او ۱۹ کلونو ځوانانو ترمنځ د فوټبال ژمنۍ سیالۍ پیل شوې دي.

د کندهار د فوټبال فدراسیون اداري مسوول شاکرالله ابراهیمي د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې دغه سیالۍ د ۱۸ او ۱۹ کلونو ځوانانو د فوټبال ټيمونو د غوراوي په موخه د ۲۶ الف لوبډلو ترمنځ پیل شوې دي. 

نوموړی زیاتوي چې یادې سیالۍ به د ۲۶ الف لوبډلو ترمنځ شاوخوا ۲۶ ورځې دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته