کابل باختر د مرغومي شلمه :
په سرپل ولايت کې څلور سوه پنځوسو کورنيو نغدي مرستې ترلاسه کړې .
د باختراژانس د سيمه يېز خبريال د خبرله مخې، د سرپل ولايت د مهاجرينو د راستنولود چارو رييس عبدالاحد اقبال وايي، چې مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه له څلور سوه پنځوسو بې ځايه شويو او زيانمنو شويو کورنيو څخه هرې يوې ته پنځلس زره افغانى نغدې پيسې ورکړې شوې .
اقبال زياته کړه چې د ژمي په فصل کې دغه مرستې اړو کسانو لپاره کافي نه دى او هغوى له زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان دي .
دغه راز په سرپل کې يوشمېر بې ځايه شوي او اړ کسان له حکومت او مرستندويو بنسټونوڅخه غواړي چې د ژمي په دې سړو شپو او ورځو کې له دوى سره مرسته وکړي .
ختم- ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل