امنیت

له ايران څخه افغانستان ته دبم دتوليد دمواو دليږدونې په وخت کې ديوه سړى نيول کيدل.

کابل باختر د ليندي دولسمه :
هغه سړى چې په واټ کې دکارولو  لپاره دبمونو دبډاي کولو يوه اندازه توکي يې له ايران څخه هرات ته راليږدول  دسرحدي پوليسو له خوا ونيول شو .
تورن چې دهرات ولايت دکرخ ولسوالۍ اوسيدونکى دى  له پاسپورت سره له ايران څخه داسلام قلعه ښارګوټي ته راغلى و .
دهرات ولايت يوه امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل:  نيول شوى سړى يوه اندازه چاوديدونکي توکي او لابراتواري امکانات چې  په واټ کې دکارولو لپاره دماينونو په بډاى کولو کې ورڅخه استفاده کيږي  هرات ته ليږدول .
تورن په لومړنيو تحقيقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړى دى .
دسرحدي پوليسو مسوولين وايي چې دتحقيقاتو په وخت کې  يوه اندازه  دغه مواد وچاوديدل چې ليږدونکي سړى برسيرن ټپي شوى دى دا له ايران څخه هرات ته دکيمياوي توکو دقاچاقو لومړى مورد دى  چې داسلام قلعه په پوله کې  کشف اوضبط کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته