کابل باختر دليندى شپږ ويشتمه :
پنځه تنه وسله و ال طالبان په روزګان ولايت کې له پوځيانو سره دجګړو په بهير کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار په خاص روزګان ولسوالۍ کې کله چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و ، بريدونه وشول .
دهېواد په جنوب کې داتل قول اردو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې جګړو کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل دغه وسله وال طآلبان په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت و چې پرې بريدونه وشول .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ