سیاست

د ملي امنیت سلاکار په اروپايي هېوادونو کې د ناټو د ګډو ځواکونو له قوماندان سره وکتل

کابل باختر د وږي ٩ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پرون د خپل کار په دفتر کې، په اروپايي هېوادونو کې د ناټو د ګډو ځواکونو له عمومي قوماندان ښاغلي جنرال ریکارډو مارکیو سره وکتل. د ملي امنيت شورا مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ؛ په دې کتنه کې د ناټو د ګډو ځواکونو عمومي قوماندان وويل، چې د ناټو غړي هېوادونه ژمن دي، ترڅو د افغانستان له ځواکونو سره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې همکاري او دومداره ملاتړ وکړی. هغه وویل، چې د افغان ځواکونو د وړتیاوو د کچې لوړول او په جګړه ېیزو ماموریتونو کې مشوره او ملاتړ به لا هم پیاوړی کړي. د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي ډاکټر حمدالله محب په اروپايي هېوادونو کې دناټو د ګډو ځواکونو له قوماندان څخه د دومداره همکاریو له امله مننه وکړه او زیاته يې کړه، چې د افغان حکومت تر ټولو مهم لومړیتوب دا دی، چې په روانه تپل شوې جګړه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله پای ته ورسوي او دوی خوندي وساتي. محب وویل، چې دې هدف ته د رسیدو لپاره افغان حکومت د افغان ځواکونو د جګړه ېیزو وړتیاوو په لوړولو کار کوي او ترڅنګ یې د سولې بېلابیل کانالونه هم په کار اچولي.پاىف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته