فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير : په بېلابېلو برخوکې د ښځو رول څرګند دى

کابلباختر د چنګاښ د مياشتې ٣٠
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير عبدالباري جهاني نن د (ميرمن کلتوري ټولنيز بهير) د فرهنګي بنسټ له مسوولينو او غړو سره په کتنه کې، د هغوى غوښتنې او ستونزې  واوريدې .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
په دې  کتنه کې د ملي شورا غړې  او د (ميرمن کلتوري ټولنيز بهير) د فرهنګي بنسټ د مشرتابه هيئت غړې ساهرې شريف د دغه بنسټ يو لړ غوښتنې او ستونزې  د اطلاعاتو او فرهنګ له وزير سره طرحه کړې  او ويې ويل:  د دغه بنسټ يو هدف د ښځو يو موټي والى او پيوستون او د شعر په ژبه د ښځو د دردونو او ستونزو بيانول دي.
دغه راز د دغه بنسټ يوشمېر غړو د مجلې او کتاب د نه چاپ، د مشاعرې د غونډو او د نورو فرهنګي او ادبي پروګرامونو او غونډو د جوړولو په خاطر دمناسب ځاى د نه لرلو په ګډون خپلې غوښتنې او ستونزې بيان کړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د (ميرمن کلتوري ټولنيز بهير) د فرهنګي بنسټ د مسوولينو او ځينو غړو د غوښتنو  او ستونزو له اوريدو وروسته په بېلابېلو برخو  په تېره بيا په فرهنګي برخه کې د ښځو رول ستر او ارزښتناک وباله او څرګنده يې کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي او ادبي بنسټونو ملاتړ کوي او د امکان تر پولې پورې د ميرمن کلتوري ټولنيز بهير له فرهنګي بنسټ سره هم  همکاري کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته