فرهنګ

ډاکتر کمال سادات د دولتي رسنيو دچلنجونو او ستونزو په لرې کولو ټينګار وکړ.

کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ٨
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين او سرپرست ډاکتر کمال سادات په مشرۍ ددغه وزارت دخپرونو دبرخې د رييسانو غونډه نن جوړه شوه.
په دې غونډه کې دخپرونو دبرخو دلارو پرسر پرتې ستونزې او خنډونه وڅيړل شول او ډاکتر کمال سادات دهغو په حل کولو او له منځه وړلو بانډې ټينګار وکړ.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې ددغې غونډې په پيل کې دباختر آژانس او دهيواد،انيس،اصلاح او دکابل ټايمز دورځپاڼو مسوولينو دخپلو ادارو ستونزې او چلنجونه په تفصيل سره بيان کړل.
په دې غونډه کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارو دلارې پرسر دپرتو ستونزو او خنډونو او ددغه وزارت دويب سايت دنه فعاليدو ،په ولايتونو او ورځپاڼو دويش لپاره دامکاناتو دنشتوالي او د دولتي ورځپاڼو دتيراژ دکمښت يادونه وشوه.
وروسته ډاکتر کمال سادات اداري مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې په ډير لنډ ممکن وخت کې دې ددغو ادارو ستونزې وڅيړي او دحل لارې چارې يې ولټوى.
په دې غونډه کې ټينګار وشو چې په يوه وخت کې دهيواد په زونونو کې د دولتي ورځپاڼو دچاپولو شرايط هم برابر شي.
ډاکتر کمال سادات باختر آژانس دهيواد له دننه او بهر څخه دخبرونو په برابرولو راټولولو ،خپرولو او ژباړنه کې ارزښتناک وباله او ويې ويل چې باختر آژانس د دولتي ورځپاڼو دفعاليت په برخه کې هم کليدي رول لوبوي او بايد دباختر آژانس دچارو دلازيات ښه والي په موخه ددغې رسنۍ او د دولتي ورځپاڼو دستونزو او نيمګرتياو لرې کولو ته جدي او هر اړخيزه پاملرنه وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته