امنیت

د زابل د چټک غبرګون د پوليسو په قوماندان ناکامه ناوړه قصد

کابل باختر د لړم څلورمه :
د زابل ولايت د چټګ غبرګون دپوليسو قوماندان نن له يو ناوړه قصدڅخه روغ رمټ پاتې شو.
يو ځانمرګى يرغلګر نن مازيګر د څلورو بجو په شاوخواکې غوښتل له يو شمېر خلکو سره د حج د مبارکۍ لپاره په قلات ښارکې د پوليسو د دغه قوماندان کورته ننوځي چې د امنيتي ځواکونو له خوا د پيژندلو په وخت کې يې ځان وچاوه .
د زابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت  آمر غلام جيلاني فراهي باخترآژانس ته وويل: په دې ناوړه قصدکې د زابل دچټک غبرګون دپوليسو قوماندان ته زيان نه دى رسيدلى، خو ويل کيږي يو پوليس چې د دغه امنيتي مقام کورته دځانمرګى يرغلګر د ننوتلو مخه يې نيولې وه؛ ټپي شوى دى.
دچټګ  غبرګون دپوليسو قوماندان عاشق الله دحج له مراسمو څخه راستون شوى و چې ورباندې ناوړه قصد وشو .
پخواهم په دغه قوماندان درې ځلې ناوړه قصد شوى دى، خو روغ رمټ پاتې شوى دى.
د زابل سيمه ئيز مسوولين وسله وال طالبان ددغه ځانمرګي بريد مسوول بولي او وايي چې امنيتي ځواکونو ددغه بريد د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته