خبرونهنړۍ

رسمي شمېرې؛ غزه کې د وژل شویو صهیونست اشغالګرو شمېر ۶۰۰ ته ورسېد

نړۍ، د وري ۹ مه، بهرنۍ رسنۍ

د اسرایلو د پوځ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یو غړی یې د چهارشنبې په ماښام له فلسطیني جهادي ډلو سره په مخامخ نښته کې وژل شوی دی.

وژل شوی اشغالګر نسیم کهلون نومېږي او خبرپاڼه کې یې عمر ۲۱ کاله یاد شوی دی.

دې سره د رسمي شمېرو له مخې په روانه جګړه کې د وژل شویو صهیونست اشغالګرو شمېر ۶۰۰ ته پورته شو.

مخکې تر دې اسرایلي پوځ ویلي وه، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۲۲ غړي د غزې په بېلابېلو برخو کې ټپیان شوي دي.

خو فلسطیني جهادي ډلې بیا د اسرایلي پوځ له لوري دغه اعلان شوې شمېرې نه مني او ادعا کوي، چې روانې جګړه کې یې تر دا مهاله زرګونه صهیونستي نظامیان وژلي او ټپیان کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته