امنیت

په فراه کې دهوايي ځواکونو په بريدونوکې دطالبانودسردروند زيان

کابل باختر ثور ديارلسمه :
دڅو تنو بهرنيو جګړه مارانو په ګډون  ١٤تنه وسله وال طالبان  په فراه ولايت کې  په نويو هوايي بريدونوکې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو له تيرې شپې څخه تر نن سهاره پورې دبالابلوک دولسواليو په ځينو سيمو او دفراه ښار ته څيرمه  بريدونه شوي دي .
  دهېوادپه لويديځ کې دملي اردو يوه جګپوړي  قوماندان باختر اژانس ته وويل  چې په دغو هوايي بريدونوکې دڅو تنو بهرنيو  ډار اچوونکو په ګډون ١٤ تنه  وسله وال طالبان  وژل شوي دي .
ده وويل  په دغو طالبانو زياتره ددوى په سنګرونو بريدونه شوي دي .
درارسيدلو خبرونو له مخې ،  په دې بريدونوکې له ټولو جنګي وسايلو سره يې  دطالبانو څو سنګرونه هم دړې وړې شوي دي .
دهېواد په لويديځ کې  پوځي مقامات وايي چې  دډار اچوونکو  د جنګي ځواکمنتيا  دکمولو لپاره به  ددوى په سنګرونو هوايي بريدونو ته دوام ورکړي  .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې په فراه کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه
امنيتي مامورينونن سهار  دفراه ولايت  له ګڼ ميشتوسيمو څخه شپږ ماينونه  کشف او شنډ کړل .
تراوسه پورې هيڅ ډلې  ددغو ماين ښخوونو مسووليت په غاړه نه دى اخستى خو ځينې خبرځايونه  وسله وال طالبان  ددغې پيښې عامل بولي
  ختم_عطاالله   _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته