کويټه ډي ډان باختر دمرغومي دمياشتې ١٨ :
دپاکستان دهوايي ځواکونو ديو افسر مړى چې په ډزو سره وژل شوى دى پرون دقلعه سيف الله سيمې ته څيرمه وموندل شو.
باخترآژانس دپاکستان دډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ:
دغه افسر له څلورو تنو نورو سره د مرغومي دمياشتې په ١٤ نيټه دکويټې او د ذوب دسيمو ترمنځ په لاره هغه وخت وتښتول شو چې له اسلام آباد څخه ديوه کرايي موټر په واسطه ستنيده .
ددغه بريدمسووليت دپاکستاني طالبانو تحريک په غاړه اخيستى دى.
تښتوونکو دموټر چلوونکى ن او دښوونځي يو زده کوونکى آزاد کړي وو خو دنورو تښتول شويو کسانو په باب خبر نه دى ترلاسه شوى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ