کابل باختر د تلي شلمه :
دهيواد د اوولس کلنى څخه ښکته د نجونو دفوټبال ټيم پرون د نوى ډيلي دفوټبال ټيم ته ماتې ورکړه .
دهيواد دفوټبال فدراسيون دمطبوعاتو مسوول مرتضى دانش باخترآژانس ته وويل: په دې لوبه کې د هيواد د نجونو ټيم د صفر په مقابل کې په څلورو سره د نوى ډيلي پر ټيم بريالى شو .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغه سيالۍ دصبروتو کپ جام په نامه د شپاړلسو ټيمونو ترمنځ په هندوستان کې پيل شوې دي چې پکې دبنګله ديش، نيپال، بوتان، افغانستان او دهندوستان ټيمونه ګډون لري .
دافغانستان دنجونو ټيم په لومړۍ لوبه کې دهند د مارا اشتراى ټيم ته دصفر په مقابل کې په څلورو سره ماته ومنله .
0 د یوې دقیقې څخه لږ