امنیت

دپوليسو عمليات دتورو فلمونو او تورو ښيښو دلرې کولو په مقصد دوام لري .

کابل باختر دغبرګولي  لسمه :
په کابل ښار کې دپوليسو عمليات دوسايطو دتورو ښيښو او دتورو فلمونو دلرې کولو لپاره دغه راز دوام لري .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحيمي وايي دغه عمليات له يوې اوونۍ راپديخوا پيل شوي او تراوسه پورې دلسګونو موټرو تورې ښيښې او فلمونه پاک شوي دي او پنځه اويا موټرونه چې پليټ يې  نه درلود اويا پليټونه يې په ځاى کې نه وو نصب شوي له هغوى سره اصولي چلند وشو او اووه ديرش موټرونه چې په کابل ښار کې يې دترافيکو دقوانينو پرخلاف  حرکت کاوه  ودرول شول .
رحيمي  وويل  دغه راز له پوځي رنجرونو  څخه چې داصولو اومعيارونو څخه يې زيات شيان نصب کړي وو ودرول او اضافي شيان يې لرې  شول .
جنرال رحيمي وايي چې دغه عمليات به په کابل کې  له تورو ښيښو او تورو فلمونو څخه دوسايطو تر بشپړ پاکولو پورې دوام ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته