امنیت

په تيرو څليرويشتو ساعتو کې ددري ويشتو تنو طالبانو وژل .

کابل باختر دوري شپږمه
دري ويشت تنه وسله وال  طالبان له افغان امنيتي ځواکونوسره  دنښتې په بهيرکې ووژل شول .
دکورنيو  چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، دري ويشت تنه طالبان په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دننګرهار ، لغمان ، بدخشان ، قندهار ، پکتيا او دهلمند دولايتونو په نا امنو سيمو کې د افغان امنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې وژل شوي دي .
  خبرځاى  زياته کړه: په دغو عملياتو کې افغان امنيتي  ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى او ددښمن يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې ، دوسايطو ضد شپږ ماينونه چې دوسله والو مخالفينو له خوادارزګان ولايت په مربوطاتو کې دتروريستي عملونو دترسره کولو په مقصد ځاى پرځاى شوي وو دملي پوليسو له خوا کشف او شنډ کړاي شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته