پيښور ډان باختر دليندۍ دمياشتې ٨ :
په واټ کې دښخ کړاې شوي ماين دچاودنې له امله دمومندو ايجنسۍ دسولې دکميټې دوه تنه غړي ووژل شول .
باخترآژانس دبهرنيو خبرځايونوله خولې خبرراکړ .
په موټرسايکل سپاره دسولې دکميټې دغه غړي بازار ته روان وو چې دخاور په سنجار واټ کې په واټ کې په ښخ کړاې شوي بم وختل .
وژل شوي کسان حضرت نور او محمدګل نوميدل او دمومندو ايجنسۍ دسولې په کميټه کې يې غړيتوب درلود.
0 د یوې دقیقې څخه لږ