ټولنه

افغان حاجيانو په مکه مکرمه کې داسلام تاريخي ځايونه وکتل

 کابل باخترد وږي دمياشتې  ٢٠  :
دافغان  حاجيانوله خوا په مکه مکرمه کې  داسلامي نړۍ  دتاريخي ځايونو دکتنې بهير نن پيل شو.
له مکې مکرمې څخه دباخترآژانس د استول شوي خبريال سيدحبيب سادات دخبرله مخې :   په سلګونو تنو افغان حاجيانو  جبل الثور ، دعرفات غر ، مزدلفه ، منا ، جمرات ، جبل النور  او دحرا غار  ، دقربانۍ ساحه  او جنت المعلا وکتل .
ددغو مقدسو ځايونو دکتنې په وخت کې  دافغان  حاجيانو  دبعثه  دلارښوونکوله خوا دهېواد  حاجيانو ته دهر ځاى دتاريخ  اوداسلام دستر پيغمبر  حضرت  محمد  مصطفي ( ص)  د  خاطرو او کارنامو  په باب   معلومات وړاندې شول .
په مکه مکرمه کې  دافغان حاجيانو  دبعثه دمناسکو مسوول  مولوي عنايت الله شريفي وويل :  چې ټول افغان  حاجيان   له دغو مقدسو اماکنوسره دبلدتيا او په دې خاطر چې وکولاى شي دفرضي حج  مراسم په آسانۍ سره پرځاى کړي په ترتيب سره دغو ځايونو ته ليږدول کيږي .
يو تن افغان حاجي عبدالرشيد وويل  چې افغان حاجيانو په مکه مکرمه کې  ددې ترڅنګ  چې   خپل ځان  او خپلو کورنيو ته يې   دخير دعا وکړه  دلوى خداى  (ج) له دربار څخه يې هيله وکړه چې له افغانستان څخه دجګړې اونفاق  ټغر ټول شي  او ډير ژر  په افغانستان کې خلکو ته يو خدمتګار حکومت جوړ او  دايمي  سوله او امنيت تامين شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته