نړۍ

په شمالي وزيرستان د پاکستاني پوځيانو په هوايي بريدونوکې نولس تنه مليشه طالبان ووژل شول

پيښور – باختر د ليندۍ دمياشتې ٤
د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې نن د پاکستاني پوځيانو په هوايي بريدونو کې څه ناڅه ١٩ تنه مليشه طالبان ووژل شول او ٨ تنه نور ټپيان شول.
باختر آژانس د پاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ چې دغه بريدونه د شمالي وزيرستان د داتاخيلو په سيمه کې ترسره شول.
دغه بريدونه په داسې حال کې کيږي چې د (ضرب عضب) عمليات چې د روان کال د غبرګولي د مياشتې په پنځه ويشتمه نيټه په شمالي وزيرستان کې پيل شوي دي ، دوام لري.
دشمالي وزيرستان په قبايل سيمه کې د پاکستاني پوځيانو د يرغل له امله د دغې سيمې څه ناڅه ٨ زره تنه اوسيدونکي له خپلو کورونو اوټاټوبو څخه تښتيدلي دي او د پاکستان د امنيتي خبرځايو د شميرنو له مخې، دشمالي وزيرستان په  سلو کې نوي سيمې د مليشه طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته