کابل / دمرغومي ٧مه / باختر:
دبدخشان په نسي ولسوالۍ کې دهوايي بريد په پايله کې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور ټپيان شول .
په دغو طالبانو تېره شپه ددوى په سنګرونو کې برېدونه وشول .
دهېواد په شمال کې دپامير قول اردو چارواکي ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې دغه طالبان ديولړ ډار اچوونکو برېدونو په پلان جوړولو بوخت وو چې بريد پرې وشو .
هغه وويل: په دې بريد کې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور ټپيان شول .
درارسېدلو خبرونوله مخې، په دې بريد کې دطالبانو دډلې دوه سنګرونه له ټولو جنګي تجهيزاتو سره يې دړې وړې شوي دي .
ختم- ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ