دخوست ولايت په مربوطاتو کې دامنيتي مرکزونو اودايتلاف دځواکونو په ګډو عملياتو کې پرون يوشمير مشکوک کسان ونيول شول.
دباختر اطلاعاتي اژانس دخبرله مخې دغه عمليات دوسله والو مخالفينو له شتون څخه ددغه ولايت دپاکولو په مقصد پيل شوي و چې له امله يې له وسله والو مخالفينو سره دهمکاري په تور يوشمير کسان ونيول شول.