امنیت

١٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٩
په هلمند ولايت کې په نويو امنيتي پرمختياووکې څوارلس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: څوارلس تنه وسله وال طالبان په تيرو ٢٤ ساعتونوکې د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شوي دي .
امنيتي ځواکونو د هلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړل چې له امله يې ١٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه او اتلس ماينونه کشف او شنډ کړى شول.
ديادونې وړ ده چې په هلمند ولايت کې د امنيتي ځواکونوپه چاڼيزوعملياتوکې چې له څو ورځو راپه دې خوا له هغه وروسته پيل شوي چې د بهرنيو طالبانو په ګډون څه ناڅه ٤ زروتنو وسله والو طالبانو د هلمند په څلورو ولسواليو بريدونه وکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته