ټولنه

دحج اواوقافو وزارت په کابل کې دسعودي عربستان دسفيراوقونسل خدمتونه وستايل

کابلباختردميزان ٧
دحج او اوقافو وزارت په کابل کې دسعودي عربستان دسفيراودسفارت دقونسل دهغو ارزښتناکوخدمتونو په خاطر چې افغاني حاجيانو ته يې دويزې دصادرولو په لاره کې ترسره کړي دي وستايل .
دباخترآژانس دخبر له مخي :  دحج او اوقافو وزير ډاکترمحمديوسف نيازي په کابل کې دسعودي عربستان ددولت دسفير عبدالرحمن آل غاصب اوددغه سفارت دقونسل خالد ابراهيم همکارۍ او اجراات وستايل.
دحج او اوقافو وزير وويل  :  چې دسعودي عربستان سفير په  خپله  دافغاني حاجيانو لپاره دويزې دصادرولو په بهير کې  په نه ستړي کيدونکي توګه کارکړى دى  او افغاني حاجيانو ته يې ستر خدمت ترسره کړى دى .
دغه راز په کابل کې دسعودي عربستان سفير عبدالرحمن آل غاصب او افغاني حاجيانو ته يې خدمت کول خپله ديني او اسلامي دنده وبلله او ويې ويل له خپل کار څخه ډير خوشحاله يم .
ډاکتر نيازي وويل : سږکال  سعودي افغانستان ته دافغاني حاجيانو دليږدونې په بهيرکې کومه ستونزه  نه ده رامنځته شوې او زيات شميرافغاني حاجيان په منظم ډول مدينې منورې اومکې معظمې ته ليږدول شوي دي او دغه بهيردوام لري . دتيرکال په پرتله دحاجيانو په لګښت کې سل امريکايي ډالره کمښت راغلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته