کابل باختر دليندۍ دمياشتې اته ويشتمه
په روزګان ولايت کې قومي مشرانو او ديني عالمانو له دولت او امنيتي ځواکونو سره د ملاتړ په موخه پراخه غونډه جوړه کړه.
د روزګان ولايت مرستیال عبدالواحد پټان غونډې ته په وينا کې وویل چې دولت اوس د ګاونډیو هېوادونو ناوړه سیاست نړیوالو ته بربنډ کړی دی او دوی نور نه شي کولای چې د دولت په سترګو کې خاورې واچوي.ده زیاته کړه ګډو امنيتي ځواکونو په دې ولایت کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې عملیات پیل کړي دي، چې دا عملیات به د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ او ټولو ولسوالیو تر منځ د غځیدلو لارو تر خلاصون پورې دوام ومومي.
ده له روزګاني ولس څخه وغوښتل چې خپل اولادونه د ملي امنیتي ځواکونو په لیکو کې تنظيم کړي، تر څو امنیتي ځواکونه پياوړي او په سیمه کي امنیت تامين شي.
د روزګان ولایت د حج اوقافو او عالمانو شورا مشر مولوي حمدالله ابدالي هم د عالمانو په استازیتوب له اوسني نظام سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
قومي مشرانو له دولت سره د ملاتړ اعلامولو تر څنګ د امنیتي ځواکونو سرښندني وستایلي او ژمنه يې وکړه چې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې به له دولت سره اوږه پر اوږه جنګیږي.
دوی له خلکو څخه وغوښتل چې په دې ولایت کي د امنیت د ټینګښت لپاره د وسله والو مخالفینو پر وړاندي سره یو موټی شي.
0 1 دقیقه لوستل