خبرونهروغتیا

په هېواد کې د کروناویروس ۱۷۷ نوې پېښې ثبت شوې

۳۱- کابل / د لیندۍ ۱۹ مه / باختر
د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتو کې د کروناويروس د ۱۷۷ نويو پېښو د ثبت خبر ورکړ.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د کروناویروس د ۱۷۷ نويو پېښو په ثبت سره، په هېواد کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۸ زرو ۵۴۰ ته ورسېد.
دغه راز په ياده موده کې د ۱۳ تنو په مړینې سره د کووېډ-١٩ ناروغۍ د قربانیانو شمېر یو زرو ۹۲۱ او د روغ شویو کسانو شمېر ۳۸ زرو ۱۵۰ ته رسېدلی دی.
د کابينې د پرېکړې له مخې؛ د جمهوري رياست د اته نيمو بجو لومړنۍ غونډه د کروناویروس له دويمې څپې سره د مبارزې د مديريت په موخه نن سهار د جمهور رييس محمد اشرف غني په مشرۍ جوړه شوه.
دغه راز د کابينې د نوې پرېکړې له مخې؛ له دې وروسته د حکومت رهبري په اوونۍ کې دوه ورځې ( د يکشنبې او چهارشنبې) په ورځو کې له عامې روغتيا وزارت او مسوولو بنسټونو سره د کروناويروس د خپرېدو د مخنيوي په اړه به د تصميم نيونې غونډې وکړي.
پاى \ ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته