خبرونهامنیت

په بغلان کې دوه طالبان ووژل شول

کابل /د ليندۍ ١٨مه /باختر
دوه وسله وال طالبان تېره شپه په نښته کې د بغلان په جلګې ولسوالۍ کې ووژل شول.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمدجاويد بشارت د باختراژانس خبريال ته وويل چې دغه طالبان د بغلان د جلګې ولسوالۍ پر امنيتي پوستو د بريد پر وخت کې ووژل شول..
بشارت زياته کړه په نښته کې دوه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه نور يې ټپيان شول.
د يادونې وړ ده پرون هم د خنجان ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال له دريو ملګرو سره يې په خنجان ولسوالۍ کې ووژل شول.
ختم_ شکريه_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته