ښوونه او روزنه

يوقومي مشر په خپل شخصي لګښت سره زده کوونکو ته ښوونځی جوړ کړ

ګردیز باختر د مرغومې ۲۶ مه
د پکتیا ولایت په زرملې ولسوالۍ کې يوه قومي مشر په خپل شخصي لګښت سره د ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه کړه.
دغه ښوونځی چې شپږ خونې لري په يو نیم جریبه ځمکه کې د شاوخوا  ۱،۲ ميلیونو افغانيو په لګښت سره جوړ شوی دی.
د زرملې ولسوالۍ قومي مشر حضرت محمد د باختر آژانس سیمه ييز خبريال ته وویل چې،له زده کړو سره بې سارې مینې او د ماشومانو روښانه راتلوونکي دې ته وهڅولم،څو په خپله سیمه کې په خپل شخصي لګښت سره د تروې ابتدايي ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړم.
په همدې حال کې د پکتیا د پوهینې مسوولین د قومي مشر ددغه کړنې ستاينه وکړه او د هېواد له سوداګرو او شتمنو څخه هیله کوي چې،د ماشومانو د نیکمرغه راتلوونکي په موخه ورته کارونه ترسره کړي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته