نړۍ

په اسيا کې اعتراض کوونکو قرآن مجيدته دسپکاوي پرخلاف مظاهري وکړې

اسلام اباد پرس ټي وي دکب دمياشتې ٦ :

په افغانستان کې  قرآن کريم ته دسپکاوي پرخلاف دنړۍ دمسلمانانو داعتراض په دوام  په زرګونو تنو اعتراض کوونکو په پاکستان  ، ماليزيا او بنګله ديش کې دمظاهرو په کولو سره   ددغه اقدام پرخلاف خپله کرکه اونفرت څرگندکړ.

غوسه ناکو اعتراض کوونکو په پيښور ښارکې دپراخو مظاهرو په کولو سره  دمسلمانانو مقدس کتاب ته دسپکاوي عاملين په کلکه وغندل اودولتي ضد شعارونه يې ورکړل.

دماليزيا خلکو هم ددغه هيواد په پايتخت کوالالمپور په ښارکې دامريکا دسفارت په وړاندې دمظاهرو په کولو او دامريکايي ضدشعارونوپه ورکولو سره خپله غوسه څرگنده کړه او له امريکا څخه يي وغوښتل چې ددغه اقدام دتکرار مخه ونيسي .

له دغو مظاهرو سره جوخت  دبنګله ديش په پايتخت ډاکه کې هم ورته مظاهري وشوي .

دافغانستان په زرګونوتنو خلکو دبګرام په هوايې ډګر کې دامريکايي پوځيانوله خوا له دغه اقدام وروسته  دامريکا پرضد دپراخواعتراضونو په څرگندولو سره قرآن کريم ته دسپکاوي عاملين وغندل  چې دخبري منابعو دڅرگندونوله مخې په تيرو څلورو ورځو کې داعتراضونو په بهيرکې پنځه ويشت تنه وژل شوي دي.

دبګرام په هوايې اډه کې ميشتو بهرنيو ځواکونو دتيري سه شنبې په ورځ دقرآن عظيم الشان څونسخي او نور ديني کتابونه وسوځول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته