فيروزکوه باختردمرغومي دمياشتې ١٢ نيټه :
پنځه تنه روغتيايي کارکوونکي پرون د وسله والو طالبانوله خوا په غور ولايت کې وتښتول شول.
د غور ولايت د عامې روغتيا رييس غلام نبي يګانه باخترآژانس ته وويل چې د غور ولايت دعامې روغتيا د رياست پنځه تنه روغتيايي کارکوونکي چې يوه ميرمن هم پکې شامله ده دوسله والو طالبانو له خوا دفيروز کوه په الايار سيمه کې يرغمل ونيول شول.
دغه کارکوونکي هغه وخت د وسله والو مخالفانوله خوا وتښتول شول چې دالايار دسيمې په ځينو کليو کې دماشومانو د فلج يا ګوزڼ د واکسين دتطبيق په حال کې و .
ده زياته کړه چې دسيمې مشرانو ددغو روغتيايي کارکوونکو د ژغورنې لپاره دوسله والو طالبانو له ډلې سره خبرې کړي دي. پاى ذکرالله