امنیت

تروريستانو په لوګرکې نوى تروريستي بريدونه وکړل

کابل باختردوري دمياشتې ٢٨ :

ځانمرګوبريدکوونکو يوځل بيا په لوګرولايت کې په دولتي تاسيساتو بريدونه وکړل.

داځلي څوتنه ځانمرګي بريدکوونکي په پل علم ښار کې دملي امنيت ودانۍ ته څيرمه  يوې ودانۍ ته  ننوتل  او ددغه ولايت دملي امنيت په رياست يې دتوغنديواوسپکووسلو بريدونه وکړل.

دلوګرولايت دپوليسو يوخبرځاى  چې ويې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي باختراژانس ته وويل، دغه بريد نن سهار وختي پيل شو اوله غرمې مخکې ترلس بجوپوري يې دوام وکړ.

ده وويل په دې پيښه کې ځانمرګي بريد کوونکي وژل شوي دي خو دلوګرولايت  امنيه قوماندان غلام سخي روغ ليوني وايي چې دغه کسان پرون دولايت ودانۍ ته څيرمه په يوه ودانۍ کې له ځاى پرځاى کيدو سره جوخت دکانونو رياست  اودملي امنيت  داداري ودانيو ته څيرمه ځاى پرځاى شوي وو او مقاومت يې  کاوه ،.

روغ ليوني باختراژانس ته وويل چې وروستي  ځانمرګي بريدکوونکي دملي امنيت اداري ته څيرمه  په يوه ودانۍ کې نن دلسو بجو په شاوخوا کې دافغان ځواکونو په ډزو کې ووژل شو .

دلوګردپوليسو مسوول وايي پرون او نن دوسله والو  طالبانو په چاوديدونکو توکو بار موټرونه چې په دولتي مرکزونو باندې بريد ته چمتو شوي وهم کشف  کړي دي.

دوړاندي شويو شميرنو له مخې، په لوګرولايت کې دوسله والوطالبانو ددوو ورځنيو بريدونو په ترڅ کې دځانمرګو بريدکوونکو افغان پوځيانو اودملکي وګړو په ګډون دري ويشتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته