سیاست

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين دافغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي له مرستيال سره وکتل

کابل باختر د وږي دري ويشتمه :
دبهرنيوچارو وزارت سياسي معين ارشاد احمدي نن له غرمې وروسته دافغانستان او پاکستان لپاره دامريکا دمتحده ايالات دځانګړي استازي جارت بلنک سره وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت د ويندوى دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دواړو لورو د شانګهاى دهمکاريو دسازمان دمشرانو په غونډه کې دګډون لپاره قرغزستان ته دافغانستان دجمهور رييس دسفر ، د امريکا له متحده ايالاتو سره د دوه اړخيز امنيتي موافقه ليک په باب دخبرو د دوام، داستانبول دبهير دجګپوړو کارکوونکو او د ملګرو ملتو دسازمان دعمومي ټولنې دغونډو ترڅنګ دتماس دنړيوالې ډلې دغونډې دجوړيدو، د استانبول د بهير دغړو هيوادونو د لازياتو همکاريو د جلبولو او پاکستان ته دافغانستان دجمهور رييس د سفر او د افغانستان د دولت له مخالفينو سره د روغې جوړې او د سولې د بهير په لاره کې دپاکستان د زياتو او صادقانه همکاريو د جلبولو لپاره ددغه هيواد له مقاماتو سره دکتنې په ګډون دهراړخيزو موضوعګانو په باب خبرې وکړې .
داستانبول دبهير په چوکاټ کې د سيمه ئيزو همکاريو د پياوړتيا په لاره کې د سيمې د هيوادونو د رول په باب ارشاد احمدي وويل: (( د استانبول  بهير چې د ٢٠١١  کال په نوامبرکې پيل شو؛ دهغو جګپوړو کارکوونکو په غونډو کې به چې دملګروملتو دسازمان دعمومي ټولنې تر څنګ جوړې شي؛ غړي هيوادونه به په دې برخه کې د پرمختګونو رپوټونه وړاندې کړي او د لارې پرسر د پرتو خنډونو اوچلنجونو دله منځه وړلو لپاره به دحل لارې چارې ولټول شي.))
د افغانستان د دولت له مخالفينوسره دخبرو او دسولې په بهيرکې دپاکستان درول په باب جارت بلنک وويل: دپاکستان له مقاماتو سره په کتنه کې ټينګار شوى دى چې پاکستان کولاى شي په افغانستان کې د سولې او ثبات په تامينولوکې اغيزمن رول ولوبوي او د افغانستان د سولې دعالي شورا او د دولت دمخالفينو ترمنځ  دسولې دخبرو د دوام د زمينې په برابرولوکې مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته