امنیت

پنځه طالبان په پکتیا کې ووژل شول

۲- کابل / د مرغومي ۲۱ مه / باختر
په پکتيا کې پنځه وسله وال طالبان تېره شپه په هوايي بريد کې ووژل شول.
د ٢٠٣ قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند باختر آژانس ته وويل چې پر دغو وسله والو طالبانو د پکتيا د زرملې ولسوالۍ په نېکنام سيمه کې هغه وخت برید وشو چې غوښتل يې يو ماين په واټ کې ښخ کړي.
مومند زياته کړه: په هوايي بريد کې دوه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوى څو جنګي وسايل له منځه يوړل شول.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته