امنیت

په کابل کې چاودنې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

کابل / د چنګاښ ۱۹مه / باختر
د کابل ښار په اتمه ناحيه کې دوه تنه په چاودنه کې شهيدان او څلور تنه نور ټپيان شول.
د کابل پوليسو وياند فردوس فرامرز د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه چاودنه نن سهار ۹ بجې او ۱۰ دقيې د کابل ښار د اتمې ناحيې د نوې کارتې د ټپې په ساحه کې رامنځته شوه.
فرامرز وويل چې دغه چاودنه د معاملاتو د لارښوونې په يو دفتر کې د ځاى پرځاى شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې زېږنده وه چې له امله يې ٢ تنه شهيدان او ۴ تنه نور ټپيان شول.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته