امنیت

په څو وروستيوکلونوکې په هرات کې دسولې له بهير سره دکابو يوزرو درې سوه تنوډار اچوونکو پيوستون

کابل باختر د لړم  يوولسمه :
په  هرات کې د سولې په ولايتي کميټه کې چارواکو ددغې کميټې له فعاليت څخه تراوسه پورې دسولې له بهير سره ديو زرو دوه سوه اتيا تنو وسله والومخالفانو دپيوستون  خبر ورکړ .
دهرات ولايت دسولې دولايتي کميټې  رييس مولوي غلام سرور  بارکزي وويل چې په دغه ولايت کې  دسولې دپروګرام له پيل څخه  تراوسه پورې يوزرو دوه سوه اتيا تنه وسله وال طالبان ديوسلو څلورو سترو ډلو په چوکاټ کې دسولې او دملي روغې جوړې له بهير سره يوځاى شوي دي چې درې سوه اتيا تنه يې رد شوي اونورو يې سوله ئيز ژوند پيل کړى دى .
ده وويل  چې تراوسه پورې ددغې کميټې  په همکارى دهرات ولايت دولسواليو په کچه  څه ناڅه ٣٥ سترې  قومي شخړې  چې دڅوتنو دمرګ ژوبلې  سبب شوې وې  حل شوې دي .
دسولې له بهير سره يوځاى شويو  کسانو ته دکارموندلو  اود دوى داستوګنې دکليو دپرمختيا په لاره کې دهرات ولايت په بيلابيلو  ساحو کې څلور سوه يواتياپرمختيايي پروژې  بشپړې  شوې دي چې په دغو پروژو کې دپلګوټو،  سړکونو ، ټولنيز  کور، بندونو اوکانالونو جوړول ،  دڅښاک دروغتيايي اوبو،  د څاه ګانو کيندل او دپستې  دځنګلونو دساحو جوړول شامل دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته