ټولنه

داستنادي ديوال په جوړيدو سره دخلکو ستونزې حل شوې .

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١٧  :؛
دبغلان ولايت ددوشي ولسوالۍ په  آهنګرانو کلي کې دسيند دغاړې داستنادي ديوال دجوړولودکارپه بشپړيدوسره داوبو دڅپانده کيدو په وخت کې دخطرونو درامنځته کيدو له پلوه  دسيمې  داوسيدونکو انديښنې لرې شوې.
کال په کال  دپلخمري سيند داوبو  دڅپانده کيدو دفصل  په رارسيدو سره  ددوشي ولسوالۍ  او  دآهنګرانو ، چهل غوري او افغان دوشي دکليو ټولو  اوسيدونکو  داوبو دڅپانده کيدو    او د دوى داستوګنې کورونو ته داوبو دختلو له ويرې  شپې او ورځې  په انديښنه کې  تيرولې .
دسيند دڅپانده کيدو دفصل دغه ګواښونه  له کلونو  کلونو را په دې  خوا ددوشي ښار  او دګاونډيو کليو اوسيدونکو ته متوجه دي   چې په پاى کې دبغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيارياست له زياتو شکايتونو وروسته دخلکو  دغه انديښنې پاى ته ورسيدي.
ددوشي ولسوالۍ  دچهل غوري دکلي يوه اوسيدونکي رامز فيضي  ددغه استنادي ديوال د اهميت په باب دخوښۍ په څرګندولو سره  دباختر آژانس  خبريال ته وويل  چې ددغه سيند دغاړو  په نه ټينګښت کې  کال په کال داوبو دڅپانده کيدو په فصل کې  ددوشي ښار  داستوګنې دکورونو ،کرنيزو ځمکواو
دنورو تاسيساتو په ګډون زموږ ټول شته اومالونه   تر جدي ګواښونو لاندې و چې له نيکه مرغه اوس  داستنادي ديوال په  جوړيدو سره  دولسوالۍ  دوکانونو  او کورونو  ته داوبو دختلو له پلوه زموږ ټولې انديښنې لرې شوې دي.
دافغان دوشي دکلي يوه سپين ږيږي  ارباب  عبدالحى دغه پروژه  دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست يوه ډيره بريالۍ پروژه وبلله او ويې ويل ؛  چې اوس موږ د اوبو دڅپانده کيدو له پلوه هيڅ راز انديښنه نلرو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته