سیاست

جمهوررئيس غني په سعودي عربستان کې د مېشت افغانانو له استازو سره وکتل

کابل_باختر د غويي د مياشتې١٤ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني په سعودي عربستان کې د مېشت افغانانو له استازو سره، پرون په ارګ کې وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
  د سعوي عربستان مېشت افغانانو د ۲۰۹ شاهېن قول اردو په ترورېستي پیښه کې جمهوررئیس او ټولو هېوادوالو ته تسلیت ووایه. هغوی د جمهوررئیس نه مننه وکړه چې تېرکال یې سعودي عربستان ته په خپل سفر کې د افغانانو ستونزې او وړاندېزونه واوریدل، لازمې لارښوونې وکړې او د افغانانو د پاسپورت ستونزې حل شوې.
دغو استازو زیاته کړه چې په سعودي عربستان کې هره ورځ افغانانو ته شاوخوا ۱۰۰۰پاسپورټونه وېشل کیږي او ډيرې نورې اسانتیاوې هم ورته برابرې شوې دي. هغوی د حکومت له پروګرامونو په ځانګړي ډول د پراختیایي پلانونو او دغه راز په هېواد کې د سولې او ثبات د تأمین په خاطر د جمهوررئیس غني هڅې وستایلې او له هغې یې ملاتړ اعلان کړ.
دغو استازو وړاندیز وکړ: هر هغه افغان چې په سعودي عربستان کې پاسپورت اخلي، د شهيدانو صندوق ته به نقدې پیسې هم ورکړي.
جمهوررئیس غني، د افغانستان حکومت له پروګرامونو څخه په سعودي عربستان کې د مېشت افغانانو له هر اړخیز ملاتړ مننه وکړه ويې ویل، په هغه خبرو کې چې په خپل وروستي سفرکې مې د سعودي عربستان له مقاماتو سره درلودې، هغوې په دغه هېواد کې د افغانانو له نېک چلند څخه خوښ وو.
جمهوررئیس زیاته کړه چې له شهیدانو څخه د ملاتړ صندوق شته او له هغوی يې وغوښتل چې خپل وړاندیزونه په دغه صندوق کې د برخې اخېستو لپاره جوړ او ارایه کړي.
هغه ټینګار وکړ چې د شهيدانو کورنیو ته رسیدګي، د اوسېدو ځای جوړول او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته پاملرنه زموږ په لومړیتوبونو کې ده.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته