سیاستخبرونهTOP

يوناما: د امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه غونډه کوي

کابل، د تلې٤ مه، باختر

په کابل کې د ملګرو ملتو سازمان د معاونیت پلاوي (يوناما) نن اعلام وکړ، چې د افغانستان په اړه د دغه سازمان د امنيت شورا غونډه سبا د سه شنبې ورځ  جوړېږي.

د يوناما په اعلاميه کې ویل شوي، چې د افغانستان په اړه د ملګروملتو سازمان د امنيت شورا غونډه به د سپټمبر په ٢٧ مه د افغانستان په وخت شپږ نيمې بجې جوړه شي.

په دې غونډه کې  په افغانستان کې د يوناما سرپرست  مارکس پوتزل خبرې کوي  او د افغانستان د حالت په اړه به د امنيت شورا ته معلومات ورکړي.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا