سیاست

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه نن مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې غونډه  کې د بامیانو ښاروالۍ انکشافي طرحې، د سنایي غزنوي د استوګنې ښارګوټي د تکمیلي طرحې، د سوداګریزو ودانیو په سکتور کې دپانګونې او د کابل ښار د ترانسپورټي زیربناو د جوړولو او بیارغاونې په اړه بحث او خبرې وشوې.
لومړی د بامیانو ښاروال محمدامان «امان» د بامیانو ښاروالۍ د انکشافي طرحې له هغې ډلې د لاسته راوړنو، برنامو، ننګونو او وړاندېزونو په اړه معلومات ورکړل وې ویل: بامیانو ښاروالۍ د ښې حکومتولۍ او عامه مشارکت تعمیم، د خدمتونو وړاندې کولو‎، پروژو او دغه راز د عوایدو د زیاتوالي په برخو کې ښې لاسته راوړنې لري.
هغه د ښاري کانالیزاسیون د نشتوالي، د چاپیریال ساتنې او ځمکې لاندې اوبو د خرابېدو د خطر، عامه اسانتیاوو ته د خلکو د لاسرسي د کموالي، د لرغونو سیمو او تاریخي اثارو د ګواښ، د زیربنایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د درندو ماشین الاتو د کموالي، د اړوندو بنسټونو د همکارۍدنشتوالي، د نامسولو کسانو د لاسوهنې او د پرمختیایي بودجې د کموالي په برخو کې د بامیانو ښاروالۍ ننګونې بیان کړې.
د بامیانو ښاروال د ښاري کانالیزاسیون سیستم د جوړولو، د سړکونو د تېرېدو مسیر د استملاک، د اوبو برېښنا بندونو د جوړولو، د تاریخي سیمو د ځمکو د تصفیې، د ځمکو د ارزښت او د دولتي ادارو د صفایي محصول لپاره د بودجې  د تخصیص او همکار موسسو ملاتړې برنامې د دوام په اړه غونډې ته  خپل وړاندیزونه وکړل.
د ښارجوړولو وزیر سیدسعادت منصور نادري دبامیانوښاروالۍله مثبتو کړنو مننه وکړه وې ویل، موږ باید په ښارونو کې د خصوصي سکتور د پانګونې جذب ته پاملرنه وکړو او پر بندامیر پلان ډېره پانګونه وشي.
هغه زیاته کړه، د بامیانو د کانالېزاسیون په اړه ډاکټر محمدهمایون قیومي د زیربناو عالي شورا کې کار کوي.
وروسته په زیربنایي چارو کې د جمهور رئیس سترسلاکار ډاکټر محمدهمایون قیومي، د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې مرستیال عبدالباقي پوپل، د اوبو رسولو شرکت لوی رئیس انجینریلاني، جامې زاده او د چاپیریال ساتنې ادارې رئیس شاه زمان میوندي د اوبو رسولو، ماسټر پلان، د چاپیریال ساتنې د مسایلو او د بامیانو د برېښنا په اړه مفصلې خبرې وکړې.
جمهور رئیس د بامیانو ښاروالۍ له اقداماتو څخه د مننې ترڅنګ وویل، هغه تحرک چې په ښاروالیو کې رامنځته شوی، مثبت دی او باید د زیربناو برخه کې د ښارونو د اړتیا وړ یوه بسته په نظر کې ونیول شي چې په ټولو ښارونو کې ترې ګټه واخلو.
جمهور رئیس غني زیاته کړه: کومې ادارې چې د ښاروالیو پوروړوې دي، باید د ادارو له عمومي بودیجې څخه هغه پیسې وضع او د ښاروالیوحساب ته ولېږدول شي.
د هېواد جمهور رئیس ټینګار وکړ، په بامیانو کې دې د ګرځندوی       د جذب لپاره پلان جوړ شي او دغه راز یې د بامیانو ښاروال ته وویل:   د عوایدو د زیاتوالي لپاره چې کومې برنامې لري او دغه ولایت ته د برېښنا د رسېدو پرمهال کوم کارونه د اجرا وړ دي، باید اوږدمهاله لیدلوری ولري.
جمهور رئیس د ځمکو ادارې ته لارښوونه وکړه، په بامیانو کې د ځمکې د تصفیې او د ځمکې پر پلان جوړولو کار وکړي او استملاک دې په اساسي ډول په نظر کې ونیول شي.
وروسته د ښارجوړولو ریاست سرپرست احمدذکي سرفراز د سنایي غزنوي د استوګنې ښارګوټي تکمیلي طرحه غونډې ته وړاندې کړه.
احمدذکي د سنایي غزنوي د استوګنې ښارګوټي په اړه معلومات ورکړل وې ویل، دا ښارګوټې د کابل ښار د ۱۵ ناحیې په ۲۱۹،۴ جریبه ځمکه په دوه فازو کې جوړېږي، ۲۸ لس منزله او ۳۱ شپږ منزله بلاکونه لري چې د ۱۵ بلاکونو د جوړولو چارې روانې دي او تر اوسه یې ۶۶ سلنه کار بشپړ شوی دی.
نوموړي دغه راز له تخنیکي اړخه د نوموړي ښارګوټي دلومړۍ طرحې نېمګړتیا او ستونزې بیان کړې.
غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته پرېکړه وکړه چې دا طرحه بیا وګوري او له بشپړېدو وروسته دې د ښاري پراختیا عالي شورا غونډې ته وړاندې کړي.
وروسته د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حبیب زي د سوداګریزو ودانیو په سکتور کې د پانګونې طرحه غونډې ته وړاندې کړه او د فیس په برخه کې یې د تخفیف غوښتنه وکړه.
د ښاري پراختیا عالي شورا پرېکړه وکړه چې فیس دې د مخکېنۍ پرېکړې په اساس واخیستل شي او د تائید لپاره دې کابینې ته وړاندې شي.
وروسته د ترانسپورټ وزارت د معینیت ستر سلاکار او د څارنې مسئول شیخ احمد متین د کابل ښار د عامه ترانسپورټ زیربناو د جوړولو او بیارغاونې برنامه غونډې ته وړاندې کړه.
نوموړي د کابل ښار  واټونو د موجوده وضعیت، د واټونو د اوږدوالي، د بشپړو شویو، تر کار لاندې، تر تدارکاتو  لاندې او پلان شویو پروژو د ارزښت، د واټونو د ځانګړنو، عامه تراسنپورټي زیربناو، ارزونې او اصلاحي اقداماتو، د ظرفیتونو او پروژو د انکشاف، له پروژو څخه د څارنې او له شتمنیو د کیفیت د تضمین او مدیریت په اړه معلومات ورکړل او د کابل ښار د عامه ترانسپورټ زیربناو د جوړولو او بیارغاونې برنامې پر وړاندې شته ننګونې یې بیان کړې.
جمهور رئیس د رامنځته شوي ظرفیت او مدیریت له ډول څخه د مننې ترڅنګ وویل، د کابل ښاروالۍ د قیر پېرلو اړتیا دې مشخصه شي، ترڅو وتوانېږو دا معامله دولت په دولت ترسره کړو.
جمهوررئیس غني ټینګار وکړ، په دې اړه دې د مشخص تخنیکي موډل طرحه غونډې ته وړاندې شي. هغه زیاته کړه د عوایدو مدیریت باید منسجم شي او د عوایدو یو ځانګړی مرکز دې جوړ شي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د املاکو مدیریت مهم دی او له املاکو څخه دې د عوایدو د منبع په توګه استفاده وشي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته