امنیت

په ننګرهار کې ديوې تروريستې پيښې مخه ونيول شوه

کابل باختردسلواغې دمياشتې ٢٤ :

په ننګرهار ولايت کې ديوې تروريستې  پيښې مخه ونيول شوه.

دننګرهار ولايت  دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ  وسله والو مخالفينو ددغه ولايت دبهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دتوپ ديوې ګولۍ په ځاى پرځاى کولو سره غوښتل يو تروريستې عمل ترسره کړي دتوپ دغه  ګولۍ په هغي لاره کې ځاى پرځاى شوې وه  چي ملکي وګړو  پکي تګ راتگ کاوه.

 ددغي ګولۍ  چاودنې کولاي شول دسرزيات زيان واړوي.

په همدي  حال کې  دننګرهارولايت  پوليسو ددغه ولايت دسره رود په ولسوالۍ کې دطالبانو په ډلې پورې داړوندو کسانو له خوا يوايښودل شوي  ماين کشف او ديوې تروريستې پيښې مخه يي ونيوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته