
کابل، د وري ۲۲مه، باختر
د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د کورني سیاست او اقتصادي چارو له مسوولینو ماروین توماس پاترسان، دني بوګا او جولین لیني سره وکتل.
په دې کتنه کې یاد پلاوي د ریاست الوزرا له سیاسي معاونیت څخه مننه وکړه، چې تل یې د هېواد په مهمو مسایلو کې مثبت دریځ غوره کړی دی.
دوی زیاته کړه، په افغانستان کې اقتصادي ستونزې ډېرې دي، خو ملګري ملتونه هڅه کوي د افغانانو لپاره نړیوالې بشري مرستې راجلب کړي.
ياد پلاوي همدار راز ټینګار وکړ چې مسائل به له اسلامي امارت سره د خبرو او اترو له لارې حل کوي.
د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو هڅې او شتون د افغانستان لپاره مهم وباله او له افغانانو سره یې د نړیوالو د بشري مرستو د ډېرېدو غوښتنه وکړه.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت په خبرو اترو باور لري او له نړیوالو سره مثبت تعامل ته چمتو دی.
افغانمل