اقتصاد

کابل او تهران د هوايي چلند د همکاريو د پراختيا په باب موافقې ته ورسيدل

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٩
د کابل او تهران ترمنځ د هوايي چلند د همکارۍ نوى موافقه ليک د افغانستان او ايران د رسمي هيئت له خوا لاسليک شو .
د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: دغه تفاهم ليک د هغه ترانسپورتي موافقه ليک پر بنسټ چې په ١٣٨٢کال کې د افغانستان د د هوايي چلند او د ايران د هوايي چلند د سازمان ترمنځ لاسليک شوى؛ رامنځته شوى دى.
نوى تفاهم ليک د هوايي چلند د همکاريو او دواړو هيوادونو ترمنځ د الوتنو سقف په اوونۍ کې له شپږو الوتنو څخه نهو الوتنو ته زياتوي او د کار په مارکيټ کې د دواړو هيوادونو د هوايي ترانسپورتي شرکتونو لپاره د برابرو فرصتونو په رامنځته کولو ټينګار کړى دى .
دغه راز په دې تفاهم ليک کې موافقه شوې ده چې له دې وروسته دواړه هيوادونه د الوتنې ډګرونو ته هم پراختيا ورکوي او ايراني شرکتونه د افغانستان له څلورو نړيوالو هوايي ډګرونو، د حامدکرزي، قندهار، هرات او د مزارشريف له نړيوالو هوايي ډګرونو څخه خپلې الوتنې ترسره کوي او افغاني شرکتونه هم کولاى شي په مشهد او تهران سربېره د چابهار بندر، عباس بندر، زاهدان، بيرجند او د کيش ټاپوته الوتنې وکړي.
د الوتنو او په تېره بيا د ايران د چابهار بندر پراختيا کيداى شي له اقتصادي پلوه د افغانستان لپاره لوړ اقتصادي ارزښت ولري او د سپرليو او د تجارتي مالونو ليږد راليږد ګړندي کوي.
د دواړو هيوادونو د هوايي ترانسپورتي شرکتونو د ټکتونو له مخې د ويزې صادرول د دغه تفاهم ليک له نورو مهمو موافقو څخه بلل کيږي او دغه موضوع د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزارتونو د استازو په خبروکې څيړلې شوې ده.
د زياتو مالياتو د لرې کولو لپاره د دواړو هيوادونو د دولتونو هڅول  د کابل- تهران د هوايي چلند د نوي تفاهم ليک له نور مهمو ټکو څخه بلل کيږي .
د دواړو هيوادونو د هوايي چلند ادارو مسووليت اخستى دى چې د خپلو دولتونو له خوا د زياتو مالياتو د لرې کولو لپاره هلې ځلې وکړي.
د ايران د (آسمان اير او ماهان اير) پرشرکتونه او آريانا افغان او د کام اير هوايي شرکتونه د دواړو هيوادونو د ټاکلو هوايي شرکتونو په توګه له افغانستان څخه ايران ته او له ايران څخه افغانستان ته د سپرليو د ليږد راليږد په خاطر معرفي شوي دي او د اړتيا په صورت کې نور ټاکلي شرکتونه به هم په دغه لست کې زيات شي.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان او ايران ترمنځ د الوتنې کرښه له ګن ميشتو تګلورو او د دايمي ترافيکو د خاوند په توګه بلل کيږي.
د يادونې وړ چې وروستى تفاهم ليک د هوايي چلند د خپلواکې ادارې د مرستيال ډاکتر محمد قاسم وفايي او د ايران د هوايي سازمان له مسوولينو له خوا لاسليک شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته