کابل باختر دوږي يو ويشتمه
دملي اردو لوى درستيز ستر جنرال ارکانحرب شير محمد کريمي نن په اروپا کې دناټو دقوماندانۍ له مرستيال سره په کابل کې وکتل .
دباختراژانس دخبر له مخې، ددغې کتنې محور دهيواد دامنيت په تامينولو کې دناټو دځواکونو رول ، دملي اردو ښوونه او روزنه ، دخپلواکو عملياتو اجرا کول ، له ٢٠١٤ کال وروسته دامنيتي ځواکونو تياري او له افغانستان سره دناټو دمرستو دوام و .
په دغو خبرو کې دغه راز دملي اردو لوى درستيز دهيواد په بياجوړولو او دامنيت په تامينولو کې دناټو او دايساف د بيا جوړولو د ټيمونو د رول له امله قدرداني وکړه او وي ويل دملي اردو ځواکونه اوس ځواکمن شوي دي اوکولي شي خپلې دندې ترسره کړي .
ده په دې باب له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته په پړاويز ډول دامنيتي مسووليتونو دليږدونې يادونه وکړه .
په مقابل کې ستر جنرال ريچارد شرف په ملي اردو کې دپراختيااو چمتو والي له امله خوښي څرګنده کړه اوله بيا جوړولو ، دملي اردو له ښوونې اوروزنې او دملي اردو د لوژستيک انجنيري او اکمال له برخو سره دمرستې ددوام لپاره دناټو تياري څرګند کړ .
0 1 دقیقه لوستل