-کابل/ دزمري١٢مه/باختر:
د افغاني سرې مياشتې عالي ټولنه په کابل کې په زرګونواړو کورنيوته د قرباني غوښې د وېشلو بهير پيل کړې ده .
د رارسيدلوخبرونوله مخې ؛ ټاکل شوې ده د نيکمرغه لوى اختر په ورځوکې په پايتتخت کې شپږ زره کورنى له دغې غوښې څخه ګټه واخلي.
د افغاني سرې مياشتې د عالي ټولنې مرستيال اوسرپرست ميرويس اکرم د باختراژانس خبريال ته وويل: د قربانى دغه غوښه د ترکيې سره مياشت په افغانستان کې له اړوکورنيو سره مرسته کړې ده .
هغه وويل: ټاکل شوې ده په کابل ښار کې د کرونا ويروس د خپرېدو د قرنطين له امله شپږ زره اړې اومصيبت ځپلې کورنى له دغې غوښې څخه ګټه واخلي.
ختم _ ج _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ