سیاست

دقضايي ستاژ دوه ديرشمه دوره پيل شوه .

کابل باختر د زمري  اتمه :
دسترې محکمې درييس قانونپوه سيد يوسف حليم په خبرو سره  دقضايي ستاژ دوه ديرشمه دوره پرون په رسمي ډول پيل شوه .
  دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ.  په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت دسترې محکمې دعالي شورا دغړو دمحکمو او دمرکزي ادارو درييسانو ، دځينوهمکارو موسسو استازو او دستاژيرانو په ګډون  دسترې محکمې دکنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه دسترې محکمې رييس په خپلې  لارښوونکي ويناکې  په بشري ټولنو کې دقضا دځانګړي مقام  دقضايه قوې  دصلاحيتونو او ددعوا  دخاوندانو  دحقوقو د احقاق  په مقصد دقضايي عدالت  په تامينولو  کې دقانون درعايتولو  داهميت په باب خبرې وګړې او قضايان يې په ټولنه کې  دقانون او قانونيت  ملاتړي  او اجرا کوونکي  وبلل .  دغه راز  دسترې محکمې رييس دنهه ويشتمې دورې  دستاژيرانو د فراغت په مراسمو او هم دلوړې په مراسمو  او دغه راز دسترې محکمې  درييس دمعرفي کولو په غونډه کې دافغانستان  داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس  دلارښوونو په رڼا کې ديو اصل په توګه دقانون  دواکمنۍ،  په ټولنه کې دعدالت درول ، دعدالت دمعيار او دقضا دصلاحيت  او مسووليت په باب اړيکې ونيولې  او په دغومواردو کې دجمهور رييس دلارښوونو مهم ټکي يې دافغانستان دراتلوونکو قاضيانو په توګه ستاژيرانو ته بيان کړ او له هغو څخه يې وغوښتل  چې په سمه توګه دقضايي ستاژ دپروګرامونو دتعقيبولو  او پرمخ بيولو  په کار کې  خپل مسووليتونه په ژمنې سره ترسره کړي  او په علمي  زده کړو او هيواد ته دخدمت په عالي انګيزې سره دهيواد په قضايي  نظام کې داخل شي .
  دغه راز  دستري محکمې  رييس دقضايه قوې  دملي لومړيتوبونو په باب چې دکاري ظرفيت  لوړول ، دروزنيزو اومسلکي پروګرامونو پرمخ بيول ، دمادي تخنيکي او بنسټيزو اړتياو تامينول او له اداري فساد سره مبارزه يې مهمې برخې دي هم خبرې وکړې او ددغو هدفونو په تحقق کې يې دسترې محکمې ژمنه  څرګنده کړه .
وروسته دسترې محکمې دقضايي تعليماتو رييس ډاکتر عبدالله عطايي  دستاژ ددوه ديرشمې دورې په باب  يو رپوټ وړاندې کړ چې دهغه له مخې په دې دوره کې ٣١٦ تنه ستاژيران  شامل دي چې  ١٧٧ تنه يې دشرعياتو دپوهنځيو فارغان،  ١٣٤ تنه دحقوقو دپوهنځيو فارغان او پنځه تنه يې د ددارالعلومو فاران دي چې زموږ ٦٧ تنه خويندې هم دستاژ  په دې  دوره کې شاملې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته