امنیت

څلور تنه ډار اچوونکي په وزير محمد اکبر خان ساحه کې ووژل شول .

کابل باختر د ليندي اوومه :
ډار اچوونکو تيره شپه  په کابل کې دنړيوال هوساينې په نامه په يو بهرني مرکز ناکامه بريد ترسره کړل .
په دغه پيښه کې يرغلګر له امنيتي ځواکونوسره له څو ساعته جګړې وروسته ووژل شول .
دباختراژانس دخبر له مخې، تيره شپه په اوو نيمو بجو لومړي يوځانمرګي ډار اچونکي خپل چاوديدونکي توکي دوزير محمد اکبر خان مينې په پنځلسم  سړک وچاوه او وروسته دوه تنه نور ډار اچوونکي چې په سپکو او درندو وسلو سمبال و له امنيتي ځواکونوسره جګړه وکړه .
دکابل امنيه قوماندان جنرال محمد ظاهر ظاهر له جګړې وروسته په سيمه کې  رسنيو ته وويل چې په دې جګړه کې دريو تنو يرغلګرو چې هلې ځلې  کولي دنړيوالې هوساينې په نامه نړيوال مرکز ته ننوځي دامنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول .  ده وويل په دې پيښه کې ددغه مرکز يو نيپالي ساتوونکې ټپي شوى دى اوبل چاته زيان نه دى اوښتى .
کابل په وروستيو  دوو اوونيوکې دزياتو ډار اچوونکو بريدونو شاهد و او په څو بريدونو اوچاودنو کې دښځو او ماشومانو په ګډون په لسګونه تنه ملکي وګړي  شهيدان شول او يوزيات شمير نور ټپيان شول .
د تيرې شپې  پيښه دويم ډار اچوونکي بريد وچې دڅو ساعتونو په بهيرکې په کابل کې رامنځته شو، له غرمې مخکې په پيښه کې چې دکابل ښار دنهمې امنيتي حوزې په ساحه کې وشوه يو بهرنى تبعه او څلور تنه ملکي وګړي  ووژل شول او ديرش تنه ملکي وګړي ټپيان شول . په دغه شان پيښو کې زياتره هغو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي چې ديوې مړۍ ډوډۍ  دموندلو په خاطر په واټونوکې سرګردانه دي . لکه څنګه چې پرون له غرمې  مخکې هغه سړى چې دپنچرميني دنده يې درلوده او څه موده مخکې يې دوه زامن په ورته پيښه کې وژل شوي و خپله هم ووژل شو .
خلک پوښتنه کوي چې ډار اچوونکي ددغه  شان افرادو  دوژلو په خاطر څه توجيه لري .  خلک ددغه شان پيښو په عاملينو لعنت وايي او هغوى داسلام او مسلمانانو دښمنان بولي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته