امنیت

دخورشيد٢٠ په عملياتوکې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اسد الله بروت ټپي شو .

کابل باختر دوري پنځلسمه :
دبغلان  ولايت په مرکز پورې اړوندډنډ شهاب الدين په ساحه کې  دخورشيد٢٠ دعملياتوپه بهير کې  دنويو نښتوله امله  پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .  دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال عبدالرشيد بشير دباختراژانس خبريال ته وويل په هغې جګړه کې چې دسيمه ئيزو پوليسو او دوسله والو طالبانو ترمنځ دډنډ شهاب الدين په کټه خيلو کلي کې ونښته دپنځو تنو وسله والو طالبانو په وژل کيدو سربيره داسد الله بروت په نامه دهغوى يو قوماندان ټپي شوى دى  .
ويل کيږي چې اسد الله بروت دچشمه شير دشوکمارى او دبورکې دولسوال دوژل کيدو په ګډون په څو تروريستي قضيو کې هم لاس درلود .
دامنيت آمر زياته کړه چې له بده مرغه  په دې نښته کې  درې تنه سيمه ئيز پوليسان هم شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته