کابل باختر دسلواغې ١٤ نيټه :
د حامدکرزي په نړيوال هوايي ډګر کې دکرکټ بورډ لوړپوړو چارواکو، د ملي شورا يوشمېرغړو او دکرکټ مينه والو له خپلې لوبډلې څخه تود هرکلى وکړ او هغوى ته يې ښه راغلاست ووايه.
دکرکټ بورډ اجرايېه مشر شفيق الله ستانکزي د حامدکرزي په نړيوال هوايي ډګر کې خبريالانو ته وويل چې؛ د کرکټ لوبډله هېواد ته له لاسته راوړنوسره راستنه شوه او دومره څه يې ترلاسه کړي چې د راروانو پنځلسوکلونو لپاره يې د افغانستان کرکټ ډاډمن کړ.
د هېواد د نولس کلنو لوبډلې مشر نوين الحق له خپلو لوبغاړو څخه خوښي وښودله چې په خپلو هڅو او هاند سره نيمه پاى لوبې ته ورسيدل.
نوين الحق زياته کړه ؛ دوى د نيمه پاى لوبې نه بلکې د جام د ګټلو وړتيا هم درلوده، خو د ده په وينا دا کرکټ دى کله کله ښه لوبډله هم لوبه بايلي.
پاى وصال ذ
1 1 دقیقه لوستل