امنیت

په ننګرهارکې د اتلس تنو داعشيانو وژل کيدل

کابل باختر دچنګاښ نهمه
د داعشيانو د ډلې اتلس تنه غړي په ننګرهار ولايت کې د هوايي او ځمکنيو ځواکونو په بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تېره شپه دننګرهار ولايت په ځينو سيموکې  هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
دننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دغو هوايي او ځمکني بريدونوکې ١٨تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل: په وژل شويوکسانوکې پاکستاني ډار اچوونکي هم شامل دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په ننګرهارکې د يولړ چاودنو دترسره کولو لپاره د طالبانو طرحه ناکامه کړه . امنيتي مامورينو  نن سهار دننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان په ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو دجنګي وسايلو د دريو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي.
له دغو ديپوګانو څخه چې د اچين او د هسکې مينې په ولسواليو د ډار اچوونکو په پټنځيوکې ساتل کيدې يوه اندازه سپکې او درندې جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته