-کابل باختر د زمري اوومه :
يو وسله وال طالب د هرات ولايت په ګذرې ولسوالۍ کې ووژل شو .
د کورت اوريا په کلي کې د ګذرې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ له پوليسو سره د جګړې په بهيرکې د شاه محمد حقدادي په نامه يو وسله وال طالب ووژل شو او د طالبانو يو سراچه موټر او درې موټرسايکلونه د دغې قوماندانۍ د امنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د هرات پوليسو د دريو تنو غلو د نيولو خبر ورکړى دى .
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې د مديريت کارکوونکي د دريو تنو غلو په نيولو بريالي شول . له دغو غلوڅخه يوه تومانچه او يوموټر ترلاسه شوي دي.
پوليس وايي: په دغوکسانو په هرات ولايت کې د غلا او شوکمارى تور لګول شوى دى .
17 1 دقیقه لوستل